په بلجیم کې د پناه غوښتنې لپاره درې لارې وجود لري:
- بلجیم ته ستاسې تر رارسیدووروسته د نوم لیکنې په مرکز کې د بهرنیانو په دفتر (IO) (Bolulevard Pacheco 44, 100 Brussels (Cube) کې له دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له 8:30 څخه.
- له سرحدي چارواکو سره په سرحد کې، د مثال په توګه په هوایی ډګر کې.
- د زندان د مشر یا د بند مرکز (کمپ) کارکوونکي سره، که چیرې تاسو هلته یاست.
تاسو د بهر څخه د پناه غوښتنه نسئ کولی
تاسو باید په خپله موجود واوسئ چې د پناه غوښتنه وکړئ. تاسو دا کار د بل کس په استازیتوب نسي کولئ. ستاسو ماشومان چې عمر یې له 18 کالو څخه کم وي او تاسو سره یوځای بلجیم ته رارسیږي، د موراوپلار په توګه به ستاسو په کړنلارې (پروسیجر) کې شامیلیږي.
- د بهرنیانو دفتر (DVZ/OE) به ستاسې د پناه غوښتنه د نوم لیکنې په مرکز کې ثبت کاندی او تر هغه وروسته به لاندې چارې ترسره شی:
- امنیتي تلاشي
- ستاسو د هویت یا شناخت رامینځته کول. خامخا خپل ټول د هویت اسنادونه وړاندې کړئ.
- واضح کول که چیرې تاسو ترجمان (ژباړونکي) ته اړتیا لرئ او د کومې ژبې لپاره. د مهاجرینو اداره پریکړه کوي چې آیا ستاسو د پناه غوښتنې پروسه په هالنډي یا فرانسوي ژبه ترسره کړي.
- د ګوتو نښې او عکس اخیستل ترڅو وګوري چې ایا تاسو د مخه په کوم بل اروپایي هیواد کې ثبت شوي یاستئ (ډوبلین چیک وګورئ).
تر هغه وروسته به فیدازیل دا خبره مالومه کړی چې آیا تاسې د اسنوګنې په یوه مرکز (کمپ) کې د اوسیدو مستحق یاست ، او ورپسې به ستاسې روغتیایی معاینه ترسره کړی.
- فیدازیل ګوري چې ایا تاسو د استوګنې مرکز کې د پاتې کیدو حق لرئ. نور د فیدازیل ویب پاڼه کې ولولئ